Banner

د عمردراز مروت تازه غزل

30.09.2007 14:00 ديدن د سر په بدله غواړي خو سر هم ساتي
ګټه مني خو د تاوان نه ځان اکثر هم ساتي
هغه مغرور که ځان د سر د پاسه سر ګڼي څو
خو غر که ډېر جګ وي په سر راه ګزر هم ساتي
ځار شم د خوار د حوصلې په دې نفسي دور کې
اسلام پالي او پښتو هم، خو خپل ټبر هم ساتي
د دې سړي د پېغمبر په لباس مه تېروځه
په خوله کې ژبه لکه قند ترخ کې خنجر هم ساتي
ما هم خوشال ساتي رقيب له ګوتو هم نه باسي
لالی د امن هم قايل دی ولې شر هم ساتي
دا د ځان قدر زياتوي عمر دراز مروته
دا چې انکار هم نه کړي اوځان مرور هم ساتي.

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.